iqna

IQNA

بچوې
د شهادت کلیزه
ایکنانیوز- د اسلامی تاریخ یو ژباړن او څيړاند مهدي امین فروغي  وائي  ،  د پاکستان ملی  حماسی شاعر علامه محمد اقبال (لاهوري)د اسلامی وحدت سره په اړونده مسئلو کې یو لوي شاعر او متفکر ؤ. علامه اقبال چې لوړ تفکر،دقیق لرلید،او شعرونو کې ئې ډول ډول احساسات درلودل ، د  اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)د زړه د ټوټې   او لور حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها  په مدح کې ډيره په زړه پورې مثنوي  وئيلې ده .
د خبر لمبر: 3488407    خپرونې تاریخ : 2023/12/11

ایکنا-(سامرا)د حضرت امام حسن عسکری ع 29 کلن مبارک عمر په  درو پړاونو ویشل کیږي ، لومړی پړاو ۱۳ کاله دي چی هغه حضرت په مدینه منوره کی تیر کړ ، دوهم پړاو یې لس کلن دی چی له امامته وړاندی یې په سامرا کې تیر کړ ل او دریم پړاو یې کابو شپږ کلن دی چی د هغه حضرت د امامت پړاو دی .
د خبر لمبر: 3488001    خپرونې تاریخ : 2023/09/24

ایکنا-(سامرا) د ولایت او امامت د یولسم ځلانده ستوري حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د شهادت د کلیزې په درشل کې د اهل بیت علیهم السلام  عاشقانو  په سامرا کې د هغه بزرګوار په سپيڅلی حرم کې ویر او ماتم  وکړ.
د خبر لمبر: 3487995    خپرونې تاریخ : 2023/09/23

ایکنا-(مشهد) د حضرت محمد مصطفی(ص) د تلین دغه راز د حضرت امام حسن مجبتی او حضرت امام رضا علیهم السلام د شهادت د کلیزې په شپو ورځو کې په درست ایران کې په تیره بیا په مشهد مقدس او قم المقدس کې په دې مناست د ویر سترې دستورې جوړې شوې او دغه راز د مشهد د سپيڅلي ښار په لور دایران له ګوټ ګوټه په لکونو خلکو پلی لاریونونه وکړل او تر مازدیګر پورې به دغه لاریونونه دوا ومومي.
د خبر لمبر: 3487959    خپرونې تاریخ : 2023/09/16

ایکنا-(تهران) د ولایت او امامت دآسمان د شپږم ځلانده ستوري حضرت امام جعفر الصادق علیه السلام د شهادت  دکلیزې په مناسبت د شیرزا په شاهچراغ(ع) په سپيڅلی حرم کې ولولناکې دستورې ترسره شوې .
د خبر لمبر: 3487350    خپرونې تاریخ : 2023/05/17

ایکنا-(تهران)د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت دکلیزې  او ویر او ماتم په درستې نړۍ کې ترسره شوي دي او دغه راز وئيل کیږي چې  دعراق په کاظمین کې دحضرت امام موسی کاظم علیه السلام په سپیڅلي حرم کې د کابو دولس میلیون مینه والو په ولولناک ګډون سره معنوي دستورې ترسره شوې .
د خبر لمبر: 3486914    خپرونې تاریخ : 2023/02/18

ایکنا-(تهران) په عراق کې د اهل بیت و طهارت علیهم السلام مینه وال له تیرو څو ورځو راهسې په پلی لاریون سره ، د حضرت امام موسی کاظم(ع) د شهادت د ویرجنودستورو کې دګډون  او زیارت لپاره  دکاظمین په لور روان دي.
د خبر لمبر: 3486905    خپرونې تاریخ : 2023/02/15

ایکنا-(تهران)د ایران قم ښار د دواړو جهانونود بی بی او دحسنینو د مورحضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د شهادت دکلیزې په شپو ورځو کې په ویر او ماتم کې ډوب دی او درستې کوڅې،سړکونه او عبادتځایونه او کورونه د نبی اکرم د زړه دټوټې او د ولایت د لومړنۍ دفاع کونکې حضرت فاطمةالزهرا(س) په  غم کې په تورو پرَدو پوښل شوي او خلک ویر او ماتم کوي.
د خبر لمبر: 3486664    خپرونې تاریخ : 2022/12/28